د چین – فیجي د صدراعظم لیدنه/شیامین
ایډي: 8390185
نېټه: د اګست 14، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اتلس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-14 06:47
وروستی سمون: 2024-08-14 07:34
ختیځ چین – د اګست 14، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپآره نه ده
۱ـ د فیجي جمهوریت لومړي وزیر سیتیني رابوکا له ځایي چارواکو سره لیده کاته
۲ـ د ژیامین بندر د نوښت مرکز څخه د ربوکا لیدنه
بشپړ خبر
د فيجي د ولسي جمهوريت لومړي وزیر سيتيني رابوکا د چهارشنبې په ورځ د چين د فوجيان ولايت له شيامين ښار څخه ليدنه وکړه او د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې یې د چين د پرمختګ په اړه لا زيات معلومات ترلاسه کړل.
د رابوکا چین ته رسمي سفر د اګست میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې ټاکل شوی دی. نوموړي پرون د شیامین ښار څخه لیدنه وکړه.
د فيجي د ولسي جمهوريت لومړی وزیر په شيامین کې د ځايي چارواکو له لوري له تاوده هرکلي سر مخ شو او د اقتصادي پرمختګ په اړه يې يوه لنډه غونډه هم جوړه کړه. د غونډې په جریان کې ربوکا وویل چې هغه به د شيامين ښار پرمختیايي تجربه نقل او په فیجي کې به یې پلې کړي. رابوکا به په فوجیان ولایت کې درې ورځې تېرې کړي، او د نینګډي، فوژو پشمول به له ساحلي ښارونو څخه هم لیدنه وکړي.
د فيجي لومړي وزير د شیامین ښار له هغه بندر څخه هم ليدنه وکړه چې د ۵۵ هېوادونو او سیمو سره د ۱۶۸ ترانزیتي لارو سره په ټوله نړۍ کې ۱۳م ځای لري.
د بندرونو د نوښت په مرکز کې، د لومړي وزیر مل پلاوي دا وڅېړل چې څنګه د خدماتو کیفیت لوړولو او دودیزو بندرونو ته په ځیرکه او پرمختللې توګه د ادلون او بدلون چارې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې رابوکا فوجيان ته تر تګ مخکې د سه شنبې په ورځ ماسپښين د چين د جنوب لوېديځ د يون نان ولايت له يوې سرحدي سیمې څخه هم ليدنه وکړه چې د کليو د بيارغاونې په برخه کې د چين د هڅو په اړه زده کړه وکړی شي.