د چین – اورګاډي مسافر سفرونه / د اوړي رش
ای ډي: 8389967
نیټه: د اګست 12، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او پنځویشت ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-13 19:16
وروستی سمون: 2024-08-13 19:20
ویډيويي صحنې
جنوبي چین – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د اورګاډي د چلولو ویډیويي صحنې
چین – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د بېلابېلو اورګاډو د حرکت ویډیويي صحنې
بشپړ خبر
د چین ریل پټلۍ ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د جولای له لومړۍ نیټې څخه د روانې اګست میاشتې تر ۱۲ نیټې پورې شاوخوا ۶۰۵ میلیونو مسافرینو د دغه هیواد په اورګاډو کې سفرونه کړي دي.
دا ارقام په ځانګړي ډول د دوبي د سفر بوخت موسم په ګوته کوي، چې د زده کوونکو د رخصتیو، د کورنۍ لیدنو، او په ټوله کې په سیاحت کې زیاتوالی یاد شوی دی.
د سفرونو کلنۍ ګڼه ګونه چې د جولای په لومړۍ نیټه پیل شوې، تمه کیږي چې د روانې اګست میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې دوام وکړي.
د چين د دولتي اورګاډي ګروپ د تېر کال د همدې مودې په پرتله د مسافرينو په تګ راتګ کې ۶.۱ سلنه زياتوالي راپور ورکړی چې د ورځني سفرونو شمیر يې په اوسط ډول شاوخوا ۱۴ میليونه تنو ته رسیږي.
بل خوا د مسافرینو شمیر د وروستيو دریو ورځو په جریان کې نور هم ډیر شوی، ریل پټلۍ ادارې د شنبې په ورځ ۱۶.۷۵ میلیونو د یکشنبې په ورځ ۱۶.۱۱ میلیونو، او د دوشنبې په ورځ د نږدې ۱۶.۵۵ میلیونو سفرونو شمیره ثبت کړی ده.