د پروان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۶۸ زره ډالرو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پیل شوې دي. د پروان د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې په دغه پروژه کې د ۱۲ کیلومترو په اوږدوالي د نوي سړک جوړول او پراخول او د ۷۲ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې د افغان پراختیايي موسسې په مالي ملاتړ د ۲۶۸ زره ۵۰۷ ډالرو په لګښت د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې په مربوطاتو کې پلې کېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو ګڼې کرنیزې ځمکې او بڼونه د سېلابونو له خطرڅخه خوندي شي.