د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، د افغانستان اقلیم ګډوډ شوی چې له امله یې د کرنې، اوبو او ټولنیز امنیت په برخه کې ګڼ زیانونه اوښتي دي. د دغې ادارې مسوولین له نړۍوالو غواړي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې ورسره سیاسي چلند نه کېږي. یادې ادارې نن د خپل کلنې راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله هر کال په افغانستان کې د ۲۵۰ مېلیونو ډالره په ارزښت د کرنې په برخه کې زیان اوړي. د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، د چاپېریالي اغېزو له امله هر کال د ۳۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان زیربناوې زیانمنې کېږي. د دغې ادارې مرستیال زین العابدین عابد وايي، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی. نوموړی همدارنګه وایي، نړۍوالو چاپېریالي مالي جوړښتونو له لوري د سرپرست حکومت له واکمنۍ سره سم ۳۲ پروژې ځنډېدلې او دوی توانېدلي، چې د یوه کال په ترڅ کې یې ۷ پروژې له تعلیق څخه وباسي. عابد وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۱۷۲۱۶ وحشي حیواناتو او الوتونکو د قاچاق مخنیوی کړی.