چهارشنبه, مارچ 11, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

سپاه پاسداران: د اسماعیل هنیه د وژنې غچ اخلو

STR NEWS by STR NEWS
اگست 13, 2024
3 0
0
سپاه پاسداران: د اسماعیل هنیه د وژنې  غچ اخلو
4
SHARES
17
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8389888.webm

ایران- /د حماس مشر مړینه/ غبرګون

ای‌ډي: 8389888

نېټه: د اګست 11-12، 2024

ځای: ایران

موده: یوه دقیقه او پنځه دېرش ثانیې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ

خپور شوی: 2024-08-12 07:23

وروستی سمون: 2024-08-12 07:27

ویډيويي صحنې

ایران تهران، – د اپرېل 2، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې اسراییل به په مناسب وخت کې د دې اقدام له پایلو سره مخ شي.

د دغې ډلې ویاند علي محمد نایني دغه څرګندونې د تېرې یکشنبې په ورځ په مرکزي ولایت قم کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تېرې جولای میاشتې په ۳۱ مه نېټه د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون څو ساعته وروسته په تهران کې د اسراییلو په عملیاتو کې ووژل شو.

د ایران د غبرګون په اړه د زیاتېدونکو اټکلونو په ترڅ کې، د ایران رسمي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې سپاه پاسداران ځواکونه د دغه هېواد په لوېدیځو برخو کې یو لړ پوځي تمرینات ترسره کوي چې ټاکل شوې تر نن پورې دوام وکړي.

په ورته وخت کې اسراییلي رسنیو د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، چې د اسراییلو وروستي استخباراتي معلومات ښیي چې ایران غواړي د روانې اونۍ په پای کې ممکن د پنجشنبې څخه مخکې یو لوی برید وکړي.

اېخوا په لبنان کې هم تاوتریخوالی د جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه د بیروت په جنوبي ښارګوټي باندې د اسراییلو له برید وروسته لوړ شوی چې د یاد برید په پایله کې د حزب الله جګپوړي پوځي قوماندان فواد شکور او اووه نور غړي ووژل شول. په ځواب کې یې د حزب الله عمومي منشي حسن نصرالله د یوه پرېکنده او اغېزناک غچ اخیستنې ژمنه کړې ده.

وروسته له هغه چې اسراییلو د یکشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د حزب الله دوه نور غړي په یو برید کې ووژل، حزب الله د دوشنبې په سهار د اسراییلو په شمال کې پر یوې پوځي اډې د کاتیوشا څو راکټونه وویشتل.

له برید وروسته اسراییلي رسنیو راپور ورکړ، چې اسراییلي ځواکونو هغه ځایونه په نښه کړي چې له لبنان څخه پرې وروستي راکټي بریدونه پیل شوي وو.

په سیمه کې زیاتېدونکی کړکېچ امریکا دې ته وهڅوله چې خپل پوځي حضور زیات کړي. پنټاګون منځني ختیځ ته د ابراهام لېنکن الوتکې وړونکې برید ډلې د استولو لړۍ ګړندۍ کړې او سیمې ته یې د جورجیا اټومي اوبتل ځواک هم لېږلی دی.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري
وروستی خبرونه

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري

مارچ 10, 2026
م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
وروستی خبرونه

م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

مارچ 10, 2026
پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی
وروستی خبرونه

پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

مارچ 10, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved