د شي جين پينګ استازی/IOC
ایډي: 8389899
نېټه: د اګست 10، 2024
ځای: فرانسه
موده: ۱۶ ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-12 07:00
وروستی سمون: 2024-08-12 07:04
ویډيويي صحنې
پاریس، فرانسه – اګست 10، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چين د ولسمشر شي جين پينګ د ځانګړي استازي او د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د مشر توماس باخ ترمنځ بېلا بېلې ليدنې روانې دي
بشپړ خبر
د چين د ولسمشر شي جين پينګ ځانګړي استازي شن یکین د روانې اګسټ میاشتې په ۱۱ نېټه په پاريس کې د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د مشر توماس باخ سره د ليدنې پر مهال ویلي، چې چين غواړي د اولمپيک له نړيوالې کمېټې سره خپلې لوړې کچې دوستانه همکارۍ پياوړې کړي.
شن یکین د یادې لیدنې پر مهال زیاته کړې، چين چمتو دی چې د اولمپيک له نړيوالې کمېټې سره د اولمپيک د لوبو د پرمختيا او د بشريت د ګډې راتلونکې په پار د نړيوالې ټولنې د پرمختګ لپاره د پام وړ نوې او زیاتې مرستې وکړي.
په ورته مهال کې د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ د پاريس په اولمپيک لوبو کې د چين د اولمپيک سیالیو د غوره لاسته راوړنو له امله د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې د اولمپيک لوبو لپاره د چين د حکومت له ټينګ ملاتړ څخه هم مننه وکړه.
نوموړي زياته کړه، د اولمپيک نړيواله کمېټه هيله لري چې له چين سره خپلو نږدې همکاريو ته دوام ورکړي او د څو اړخيز ملاتړ لپاره مثبت پیغام ولېږي.
د یادونې وړ ده چې دواړو لورو د سپورت د سیاسي کولو پر ضد هم موافقه وکړه.