د چین-اسیان اونۍ/FM
ایډي: 8389924
نېټه: د اګست 12، 2024
ځای: چین
موده: ۴۹ ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-13 15:31
وروستی سمون: 2024-08-13 15:35
ویډيويي صحنې
شمالي چین – د اګست 12، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پرون دوشنبه د چين په شمالي شان شي ولايت کې د ۲۰۲۴ کال د اسیايي هېوادونو او چین تر منځ د غونډې تنظيموونکو او ګډون کوونکو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
وانګ يي په خپل پيغام کې ویلي، له هغه راهيسې چې د چين ولسمشر شي جين پينګ او د اسيايي هېوادونو مشرانو په ۲۰۲۱ کال کې د چين او اسیا تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د جوړېدو اعلان وکړ، په نتيجه کې يې د چين او اسیا د ګډې راتلونکې ټولنې د جوړولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. په دې کې د یوې سوله ییزې، هوساینې او دوستانه ټولنې جوړول، د دوه میلیاردو څخه د زیاتو خلکو ترمنځ متقابل احترام او تفاهم ته وده ورکول پکې شامل دي.
نوموړي د نږدې ګاونډيانو او د پرمختللو بازارونو په توګه د دوی حيثيت ته په پام سره د چين او اسيايي هېوادونو په اړيکو کې پر زياتو امکاناتو ټينګار وکړ. هغه هيله څرګنده کړه چې “د نوښت له لارې هوساینې ته رسېدل ” تر عنوان لاندې دغه پلټ فارم به په سیمه کې نوي توليدي قوتونه پياوړي کړي، او همدارنګه به سيمه ييز پرمختګ او ثبات ته وده ورکړي. دغه راز به د چين او اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره د ګډې راتلونکې سره د نږدې ټولنې په جوړولو کې هم مرسته وکړي.