په چیلي کې د برېښنا بندېدل / ناوړه هوا
ایډي: 8389773
نېټه: د اګست 8/9، 2024
ځای: چیلي
موده: یوه دقیقه اوشپاړلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-11 12:20
وروستی سمون: 2024-08-11 17:19
سانټیاګو، چیلي – د اګست 9، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ شمېر موټرونه، سړکونه، او کورنۍ
چیلي سانټیاګو – د اګست 8، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ په سړکونو کې باندې ګڼ شمېر ترافیک
۳ـ د پیاده لارو ویډیويي صحنې
۴ـ د برېښنا بېلابېل لينونه
بشپړ خبر
د چیلي هېواد حکومت د یوه راپور له مخې، چې د دغه هېواد په مرکزي او سویلي سیمو کې له ۶۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د یوې اونۍ راهیسې لاهم د برېښنا څخه بې برخې پاتې دي. د تېرې اونۍ سختې هوا او توپان د یاد هېواد سیمه ییزې زېربناوې زیانمنې کړې دي.
چیلي حکومت د جمعې په سهار د برېښنا توزیع کوونکو شرکتونو څخه غوښتي چې د ساتنې هڅې ګړندۍ کړي او ټینګار یې کړی چې په راتلونکو ۲ ورځو کې به ۲۰۰۰۰ کورنیو ته بېرته برېښنا ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د روانې اګست میاشتې په پیل کې، مرکزي او سویلي چیلي په ۳۰ کلونو کې تر ټولو ویجاړوونکي باد او تر ټولو قوي او خورا سخت باران سره مخ شو، چې د بادونو سرعت یې په ساعت کې ۱۲۰ کیلومترو ته رسېده چې له امله یې توپانونو ونې ماتې او د برېښنا مزي زیانمن کړل.
په هېواد کې ډېری کورنۍ د برېښنا زاړه مېترونه کاروي، چې دا د برېښنا شرکتونو لپاره چارې ستونزمنې کوي چې د انفرادي کاروونکو حالت تعقیب کړی شي، او د ملي بېړني غبرګون لپاره په موقع سره کارمندان واستوي.
د یادولو وړ ده چې چیلي په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېر ځله ناوړه ګرمه هوا تجربه کړې. ماهرین وايي چې په هېواد کې دې د برېښنا مزي باید بېرته نوي شي او ځمکه کې د لاندې دې تېر شي، څو د راتلونکي فعالې برېښنا مخه ونه نیسي.