د سوریې-امریکا وتل/غوښتنه
ایډي: 8389737
نېټه: د اګست 10، 2024
ځای: د سوریې عربي جمهوریت
موده: یوه دقیقه او شل ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-08-11 20:30
وروستی سمون: 2024-08-11 20:34
ویډيويي صحنې
چین بېجینګ، – د اګست 11، 2024 (CCTV -) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د سوریې د بهرنیو چارو وزارت او بهرنیانو لخوا د متحده ایالاتو نیواکګرو ځواکونو غندنه په ټولنیزو رسنیو کې
سوریه دمشق، – د اپریل 8، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د سوریې د بهرنیو چارو وزارت بېلابېلې ودانۍ، د سوریې ملي بیرغ
سوریه – د جون 20، 2020 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
سوریې د شنبې په ورځ یو ځل بیا له امریکايي ځواکونو وغوښتل چې له خپلې خاورې ووځي او د دوی حضور د دغه هېواد له ملي حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کېږي د دغه هېواد په ختیځ او شمال ختیځ په دیر الزور، الحشکه او قمشلي ښارونو کې جنايي پېښې کړې دي.
دغه وزارت وايي، د دغو “وحشیانه بریدونو” په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر سوري وګړي وژل شوي دي.
په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د متحده ایالاتو جنګي الوتکو هم د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) سره په بې ګناه ملکي خلکو باندې د څو بریدونو په ترسره کولو سره مرسته کړې هغو وګړو باندې چا چې د خپلو کورنیو، کلیو او ملکیتونو دفاع کوله.
سوریه ټینګار کوي چې د خوړو او اوبو د بندولو په ګډون دا ټول غیر انساني او غیر اخلاقي عملونه په ختیځ او شمال ختیځو سیمو کې د خپلو خلکو د کړاوونو د زیاتولو او د هغوی پر ضد د جګړې د غځولو په موخه دي.
سوریې د بېلتون غوښتونکو ملېشو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ د سوریې ضد اهدافو ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه وغانده، او له امریکا یې وغوښتل چې دغه کړنې ودروي، پرته له ځنډه د سوریې له خاورې ووځي او د سوریې د خلکو ارادې ته درناوی وکړي چې د داسې ملېشو د حضور او کړنو مخالفت کوي.