چهارشنبه, مارچ 11, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په یمن کې د فلسطیني ولس په ملاتړ لاریونونه شوي

STR NEWS by STR NEWS
اگست 11, 2024
4 0
0
په یمن کې د فلسطیني ولس په ملاتړ لاریونونه شوي
6
SHARES
24
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8389665.webm

د یمن ډله ییز مارچ/فلسطین

ای‌ډي: 8389665

نېټه: د اګست 8، 2024

ځای: یمن

موده: دوه دقیقې او اووه ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-08-11 05:23

وروستی سمون: 2024-08-11 05:27

ویډيويي صحنې

یمن صنعا، – اګست 8، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د حوثي ډلې مشر عبدالمالک الحوثي د ویډیوکال له لارې د وینا پر مهال

۲ـ بېلابېل لاریونونه روان دي، لاریون کوونکي چې بینرونه یې په لاس کې دي، شعارونه ورکول

بشپړ خبر

د یمن په پلازمېنه صنعا او نورو ولایتونو کې د لاریونونو څپې پراخې شوې دي. پرون شنبه په زرګونو کسانو د فلسطین له خلکو سره د پیوستون او د هغوی د روانو کړاوونو په ځواب کې د خپل حکومت د پوځي اقدام ملاتړ څرګند کړ.

حوثي چارواکو د جولای په میاشت کې وروسته له هغه د سخت غبرګون ژمنه وکړه چې اسراییلي پوځ د یمن په لوېدیځ کې الحدیده بندر بمبار کړ.

حوثي یاغیانو د غچ اخیستونکي برید لپاره د “مقاومت محور” سره په همغږۍ خپل پلانونه اعلان کړي. دا ډله اوس مهال د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله د یوه قوماندان فواد شاکر د وژنې په غبرګون کې د ډله ییز غچ اخیستنې لپاره چمتووالی نیسي.

د حوثي ډلې مشر عبدالمالک الحوثي په خپله اونيزه وينا کې اسرایيلو ته د قطعي پوځي ځواب ورکولو ژمنه کړې ده او ويلي يې دي چې د اسرایيلو حکومت پوهېږي چې يو عکس العمل حتمي دی. او دا چې اسراییل د متحده ایالاتو او نورو غربي او عربي هېوادونو په ملاتړ د حوثیانو برید ته چمتووالی نیسي. نوموړي یې په ځواب کې ويلي، چې حوثي یاغیان به له هېڅ ډول ګواښ او فشار څخه ونه وېرېږي.

هغه ویلي دي چې د الحدیده په بندر کې د تېلو په ټانکونو باندې د اسراییلو د برید په وړاندې ښکاره ځواب یقیني دی او د خدای په خوښه ډېر ژر به وشي. نوموړی زیاتوي، چې د مقاومت د محور لخوا ځواب کې ځنډ یوازې یوه ستراتیژي ده چې د اسراییلو د چمتووالي په وړاندې د مقابلې اغزناک ډاډ ترلاسه کولو لپاره ډیزاین شوی دی.

ډېری خلک د حماس د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې د اسماعیل هنیه پر ځای یحیی سنور د خپل نوي سیاسي مشر په توګه وټاکي. اعتراض کوونکي په دې باور دي چې دا بدلون به د اسراییلو هڅې وننګوي او دغه راز به د هغوی پلانونه کمزوري کړي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د الحدیده ولایت په بېلابېلو سیمو کې پنځه هوایي بریدونه وشول. له یادو بریدونو وروسته اعتراض کوونکي یې په ځواب کې په سور سمندرګي، د عدن په خلیج او د باب المندب تنګي ستراتیژیکه سیمه کې پر امریکايي او برېټانوي کښتیو د بریدونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

شنونکي وايي، په یمن کې روان لاریونونه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوي، د فلسطیني ولس قوي ملاتړ څرګندوي. اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې تر هغو به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي څو چې اسراییل په غزه کې خپله جګړه پای ته ونه رسوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري
وروستی خبرونه

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري

مارچ 10, 2026
م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
وروستی خبرونه

م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

مارچ 10, 2026
پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی
وروستی خبرونه

پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

مارچ 10, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved