د چین – اروپا د بار وړونکي اورګاډي / ډاټا
ایډي: 8389645
نېټه: د اګست 10، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-11 01:06
وروستی سمون: 2024-08-11 01:10
شمال ختیځ چین – جولای 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د کانټینرونو ویډيويي صحنې
۲ـ ګڼ شمېر کانټینرونه د لېږد پر مهال
۳ـ د بار وړونکي اورګاډي د حرکت ویډیويي صحنې
بشپړ خبر
د چين د رېل پټلۍ ادارې پرون شنبه په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډي د تګ راتګ شمېر ۱۱۴۰۳ ته رسېدلی دی.
د یادې ادارې د راپور له مخې، له جنورۍ څخه تر جولای پورې چين او اروپا د بار وړونکو اورګاډو له لارې ۱.۲۳ میليونه توکي لېږدولي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زياتوالی ښيي.
یوازې د جولای په میاشت کې، د چین او اروپا د بار وړونکو اورګاډو شمېر ۱۷۷۶ ښودل شوی دی چې ټولټال یې۱۸۵۰۰۰کانتینرونه پکې لېږدولي دي.
د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډو د تګ راتګ شمېر په ټولو دريو عمده ترانسپورتي دهليزونو کې زيات شوی دی په لوېديځ کې ۱۵ سلنه، په مرکزي سيمه کې ۲۲ سلنه او ختيځ کې ۲ سلنه ښودل شوی.
دغه راز د شي جيان او چينګدو سربېره، د چونګ چينګ، یي وو، ووهان او ګوانګ ژو ښارونو هم په دې وروستيو کې د دويسبورګ او لودز په شان نړيوالو ځايونو ته د چين او اروپا د بار وړونکي اورګاډي نوې لارې پرانيستلې دي.
د ویلو وړ ده چې د چين او اروپا د بار وړونکو اورګاډو د اسانه او ثابت فعاليت لپاره د سپوږمکۍ او 5G په څېر نوې ټېکنالوژي کارول شوې چې د چين او اروپا ترمنځ يې د سوداګرۍ په برخه کې قوي ترانسپورتي ملاتړ برابر کړی دی.