د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د انګورو د حاصلاتو له ۹۰ سلنې زیاتېدو خبر ورکوي. د یاد ریاست مسوولین وايي، په پام کې ده چې په روان لمریز کال کې د دغه ولایت له ۱۴۹۳ هکټاره بڼونو څخه ۲۰۰۶ میټریک ټنه د انګورو حاصلات تر لاسه شي، چې دا شمېر تېر کال ۱۰۵۶ ټنو ته رسېده. بل پلو یو شمېر بڼوال له مسوولینو غواړي، چې له هېواده د باندې د انګورو صادراتو ته زمینه برابره کړي. د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ د دغه ولایت په بڼونو کې لس ډوله انګور شته، چې مشهور هغه یې حسیني، طایپي، کېشمیشي او کله زاره دي.