نن د هېواد په ځینو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي. له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ پرون پر خپله ټویټر پاڼه د دې خبر ترڅنګ له ټولو کورنیو غوښتي چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کې ونډه واخلي. په بیان کې نهدي ویل شوي چې، له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد د واکسین ورکولو دغه کمپاین به په څو ولایتونو کې پلی شي او څومره ماشومانو ته به واکسین ورکړل شي. د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د لهمنځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ پهدې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.