افغانستان کې د ایران اقتصادي مشاور وايي، دغه هېواد له ۸۰ سلنې ډېر اړتیا وړ توکي په وارداتو پوره کوي او دې وارداتو کې ۲۵ سلنه برخه هم د ایران ده. روستايي ایراني رسنو سره خبرو کې ویلي، ایران د سږ کال لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته ۷۲۴ میلیونه ډالر صادرات درلودل، چې د تېر کال تر ورته مودې ۲۸ سلنه ډېر شوي نوموړي ویلي، خوراکي، کرنیز او سونتوکي افغانستان ته د ایران د وارداتو اصلي برخه جوړوي، خو زیاتوي، که تهران په دې برخه کې منظم پلان ونه لري، قطر، امارات، ترکیه، پاکستان او چین به یې ځای ونیسي. د پاکستان دولتي بانک هم تېره سې شنبه وویل، سږني مالي کال کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۴.۱۲ سلنه زیات شوي، چې له ۵۲۲ میلیون ډالرو ۵۴۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.