د سوډان – جګړې تلفات / د ملګرو ملتونو راپور
ای ډي: 8389403
نیټه: د اګست 8، 2024 /
ځای: سوډان
موده: یوه دقیقه او پنځه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: ويډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-08-08 19:43
وروستی سمون: 2024-08-09 00:41
ویډيويي صحنې
بشپړ خبر
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د یوه تازه راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، پکې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې راهیسې په روانه جګړه کې نږدې۱۹۰۰۰ کسان وژل شوي او تر ۳۳۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د تیر کال د جګړې له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو ادارې پر روغتیايي مرکزونو، کارکوونکو او ناروغانو ۸۳ د تاوتریخوالي بریدونه ثبت کړي چې د یادو بریدونو امله ۵۴ تنه وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي. سربېره پر دې د جګړو په ترڅ کې ۲۳ بشري کارکوونکو هم خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي،چې په سوډان کې وسله واله جگړه د شاوخوا دیارلس میلیونو خلکو د بې ځایه کیدو لامل شوې ده. له دغو بې ځایه شویو څخه، نږدې ۲.۳ میلیونه د چاد، سویلي سوډان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته د پناه اخیستلو لپاره اړ شوي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې سوډان اوس د باران موسم ته داخل شوی او ډیری سیمې یې په دې وروستیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوي چې د کولرا، اسهال او نورو ساري ناروغیو د پراخیدو خطر به ډیر کړي او بشري ناورین به لا پسې زیات کړي.
سربېره پر دې، جګړې په دغه هېواد کې د خوراکي توکو بې ساري بحران رامنځته کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبه په ورځ راپور ورکړ چې په سوډان کې نږدې ۲۶ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام اوس مهال د خپلو بیړنو مرستو هڅې ګړندۍ کړې دي، څو د دې کال تر پایه پورې په ټول سوډان کې ۸.۴ میلیونو خلکو ته مرستې ورسوي.