د انګلستان فساد/ نژاد پالنې
اي ډي: 8389420
نیټه: د اګست 7، 2024
ځای: انګلستان
موده: یوه دقیقه او شپاړلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-08 23:24
وروستی سمون: 2024-08-08 23:28
ویډيويي صحنې
انګلستان لندن، – اګست 7، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د تړلو ودانیو مختلف، د ودانۍ مخې ته پولیس
۲ـ بېلابېل لاريون کوونکي د کډوالو د هرکلي د شعارونو پر مهال
بشپړ خبر
د توکمپالنې ضد یوه لاریون کوونکي د چهارشنبه په ورځ ویلي، چې په بریتانیا کې وروستي لاریونونه او بلواوې تر ډېره په وروستیو کلونو کې د مهاجرینو پر وړاندې د توکمپالنې او دښمنۍ د زیاتوالي له امله دي.
په دې وروستیو کې د بریتانیا په ډیرې برخو کې د جولای میاشتې له ۳۰مې نیټې راهیسې د حکومت د کډوالۍ د پالیسیو پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي چې په ځینو سیمو کې د بلوا لامل هم شوي. پولیس وايي چې د دغو لاریونونو له پیل راهیسې تر ۴۸۰ ډیر کسان نیول شوي چې له جملې یې تر۱۰۰ ډېر په رسمي توګه د ناکراریو په جرم تورن شوي دي.
د توکمپالنې ضد لاریون کوونکي د تیرې چهارشنبې په ورځ په لندن کې راټول شوي وو څو د ښي اړخو ډلو لخوا د تاوتریخوالي څپې وغندي، دوی د مهاجرو د ملاتړ نښې په لاس کې درلودې او د ښي اړخو افراطیانو لخوا د نفرت په خپریدو خپله غوسه څرګنده کړه.
یوه ځايي اوسیدونکي کیتي کراس یې په اړه وايي، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو پر وړاندې توکمپالنه په بریتانیا کې د وروستیو ناکراریو لامل شوې ده. هغې یادونه وکړه چې د نژاد پرستۍ شدت، په ځانګړې توګه په تیره اونۍ کې، خورا سخت او ټکان ورکوونکی و.
د چهارشنبې تر ماښامه په بیلابیلو ځایونو کې د لاریونونو دوام درلود چې اکثریت یې د توکمپالنې ضد لاریون کوونکي وو. دا لاریونونه تر ډیره حده سوله ییز پاتې شول او په لویه پیمانه ګډوډي رامنځته نه شوه.
د برېټانیا حکومت په راتلونکو څو ورځو کې د نورو مظاهرو وړاندوینه هم کړې ده. د یادو لاریونونو د زیاتیدو د مخنیوي لپاره، لومړي وزیر کییر سټارمر، چې یوه میاشت دمخه یې دنده په غاړه واخیسته، د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، چې هغه به د پولیسو ګومارنه زیاته کړي او په ناکراریو کې ښکېلو کسانو ته به سختې سزاوې ورکړي.