د پاکستان د سرحدي سیمو وزیر، امیر مقام ویلي، اسلام اباد له امریکا او نړۍوالې ټولنې سره د افغان کډوالو لپاره د تلپاتې حل لارې پیداکولو په موخه همکارۍ ته ژمن دی. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې امیر مقام دغه څرګندونې اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ډونالډ بلوم سره کتنه کې کړې دي. امیر مقام افغانستان کې د کډوالو ستنېدو لپاره د شرایطو پر برابرولو ټینګار کړی او د افغان کډوالو له کوربه ټولنو سره یې د امریکا د مرستو د پراختیا غوښتنه کړې ده.