سوډان- د خوړو او کرنې سازمان /د خوړو ناورین
ایډي: 8389034
نېټه: د اګست 5، 2024
ځای: سوډان -ایټالیا
موده: یوه دقیقه او وویشت ثانیې
سرچینه: CCTVاو CGTN
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-06 01:50
وروستی سمون: 2024-08-06 05:54
ویډیويي صحنې
روم، ایټالیا – د اکتوبر 14، 2022 (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ملګرو ملتونو بیرغونه، د بېلابېلو هېوادونو بیرغونه
۲ـ د خوړو او کرنې سازمان (FAO) بېلابېل لوګوګانې
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې سوډان د خوراکي توکو د کمښت له خورا سخت ناورین سره مخ دی.
د خپاره شوي راپور له مخې، په سوډان کې اوس مهال نږدې ۲۵.۶ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي، چې له هغې جملې ۷۵۵۰۰۰ یې په خورا جدي پړاو کې دي، چې د خوراکي ناامنۍ د ناورین کچې په توګه یاده شوې ده.
په ورته مهال کې د یاد سازمان عمومي مشر کیو دونگ ویلي، په داسې حال کې چې د قحطۍ مخه نیول کېدای شي، خو په هغه صورت کې چې د جګړې ټول اړخونه سمدستي جګړه ودروي، ځکه چې سوله د خوړو د خوندیتوب لپاره خورا اړینه چاره ده.
د یاد سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د سوډان اقتصاد په کرنه پورې تړلی دی، چې د وګړو نږدې ۶۵ سلنه نفوس یې په کرنه بوخت دی. ځکه روانې جګړې په جدي توګه د کرنې فعالیتونه ګډوډ او زیانمن کړي او د خوړو خوندیتوب او تغذیې ته یې د پام وړ ستونزې جوړې کړې دي.
د سوډان په ځینو سیمو کې د روانې اګست څخه تر سپټمبر میاشتې پورې د معمول په شان ډېر باران او د تودوخې د لوړوالي اټکل شوی دی. احتمالي سېلابونه کولی شي د فصلونو او څارویو د زیانونو خطر زیات کړي او دغه راز د محدودې مرستې سره سره د خوراکي توکو رسولو شرایط خراب کړي او د سختې لوږې خطر به لا نور هم زیات کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې سوډان د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې له نیمايي راهیسې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو (SAF) او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) تر منځ په مرګونې جګړه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۶۶۵۰ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د جون په ۲۵ مه د خپرو شویو شمېرو له مخې، د جګړې له پیلېدو راهیسې تر ۷.۷ میلیونو ډېر خلک په کور دننه بې ځایه شوي دي، او دغه راز نږدې ۲.۲ میلیونه نور ګاونډیو هېوادونو ته وتلي دي.