د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ په دشت سفید کلي کې د نجونو یو منځنی ښوونځی پرانیستل شو. د بامیانو ولایتي مسوولین وايي، دغه ښوونځی د ۱۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت او د ارغوشه خیریه کمېتې په مالي مرسته جوړ شوی دی. د بامیان والي د دغه ښوونځي په پرانیسته کې ویلي، سرپرست حکومت هڅه کوي چې، زدهکوونکو ته د دیني او عصري زدهکړو زمینه برابره کړي.