د کابل ښاروالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په پلازمېنه کابل ښار کې یې لسګونه جريبه غصب شوې ځمکې را ګرځولې دي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ښار اړوند ۴مې ناحیې د میوو او ترکاري مارکېټ شاته سیمه کې ۹۸ جریبه غصب شوې ځمکه، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ بېرته راګرځول شوې.
د ۴مې ناحیې مسوولین وایي، چې په یاده سیمه کې له پرلپسې خبرتیاوو وروسته د غاصبانو له لوري جوړ شوي ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړ شول او اوس مهال یاده ځمکه د کابل ښاروالۍ په واک کې ده، چې خپل پراختیايي پلانونه به پکې پلي کړي. سرچينې زیاته کړې، دوی په دې توانېدلي دي، چې په تېر یوه کال کې د یادې ناحیې په کچه ۱۴۳ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را وګرځوي.