د چین د بهرنیوچارو وزارت /هند د ځمکښویېدنې
ایډي: 8388237
نېټه: د جولای 31، 2024
ځای: بېجینګ
موده: ۴۶ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-31 01:50
وروستی سمون: 2024-07-31 02:33
ویډيويي صحنې
بېجینګ، چین – د جولای 31، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ مطبوعاتي خبرتیاوې روانې دي، خبریالان
۲ـ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان
۳ـ ګڼ مطبوعاتي خبرتیاوې روانې دي، خبریالان
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ ویلي، چین د هند په کیرالا ایالت کې د ځمکښویېدنې له امله د مرګژوبلې په اړه خواشینی دی او کورنیو او ټپیانو ته تسلیت وړاندې کوي.
وياند لين جيان دغه څرګندونې په پلازمېنه بېجينګ کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د سه شنبې د ورځې د پېښې په اړه د خبریالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې د پېښې په سبا د وژل شويو کسانو شمېر له ١٥٠ تنو څخه واوښت.
نوموړي وایي،چین د هند په کیرالا ایالت کې د ځمکښویېدنې د دې لویې پېښې راپورونه لیدلي دي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو. نوموړي دغه راز ویلي، چې په هند کې زموږ له سفارت سره په اړیکه کې یو، تر اوسه د چینايي وګړو اړوند تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.