ایډي: 8388051
نېټه: د جولای 30، 2024
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او دوه دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-30 01:03
وروستی سمون: 2024-07-30 01:08
ویډيويي صحنې
ترکیه استانبول – د اپریل 5، 2024 (CCTV)
۱ـ د سرو زرو بېلابېل ډولونه، د سرو زرو سکې
۲ـ د سرو زرو محصولات
چین بېجینګ، – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د پلور لپاره د سرو زرو بار
بېجینګ – د اپریل 30، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د نړیوالو سرو زرو شورا لوګو
بشپړ خبر
د سرو زرو د نړیوالې شورا لخوا د سې شنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د سرو زرو ټوله تقاضا ۲۴۴۱.۳ ټنو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۳ سلنه زياتوالی ښيي.
د یاد راپور له مخې، د شپږو مياشتو په موده کې د سرو زرو د ګاڼو تقاضا د تېر کال په پرتله لس سلنه کمه شوې او ۸۷۰ ټنو ته راټیټه شوې. په داسې حال کې چې د سرو زرو د سکې تقاضا ۵۷۴ ټنو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په څېر پاتې ده.
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نړیوالو مرکزي بانکونو ۴۸۳ ټنه سره زر پېرودلي چې د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي، چې په ټوله کې یې د سروزو تقاضا زیاته کړې.
په ورته مهال د چین د سرو زرو د نړیوالې شورا اجراییه رییس وانګ لیکسین ویلي، چې مرکزي بانکونه په پرله پسې توګه د سرو زرو زېرمې زیاتوي. دا رجحان د دوی ستراتیژي منعکس کوي څو د شتمنیو تنوع او د دوی د پانګونو کې د خطر مدیریت ته وده ورکړي.