عراق – د کور چمتو کول / لوی ښارونه
ایډي: 8387708
نېټه: وروستی
ځای: عراق
موده: یوه دقیقه او پنځه دېرش ثانیې
سرچینه: بېلابېل
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-07-2024 06:54
وروستی سمون: 2024-07-27 06:58
ویډيويي صحنې
عراق بغداد، – وروستی (FSN)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ شمېر ترافیک، ودانۍ
۲ـ غږ (عربي) یو تن اوسطدونکی مختار
۳ـ د ساختمان بېلابېلې برخې؛ د استوګنې ودانۍ تر جوړولو لاندې دي، ګڼ کارګران
۴ـ د استوګنې ودانیو د پلور په دفتر کې ګڼ شمېر خلک
بشپړ خبر
ډېری عراقیان د کاري فرصتونو په لټه کې وي چې د دغه هېواد لویو ښارونو ته مراجعه کوي او بیا هلته د معیاري سرپناه له ناورین سره مخ وي.
د معلوماتو له مخې، په بغداد کې په ۲۰۰۳ کال کې نفوس درې میلیونه و چې اوس مهال لس میلیونو ته لوړ شوی دی.
دغه مخ په زیاتېدونکی نفوس د ځایي کورونو بیې لوړې کړې او د اوسېدونکو ژوند یې ستونزمن کړی دی. څېړنې ښیي چې په بغداد کې د کورونو کمښت شاوخوا ۳۰ سلنه دی.
يو ځايي اوسېدونکی مختار وايي، په بغداد کې د نورو ښارونو په پرتله د کار فرصتونه ډېر دي، نو له همدې امله خلک له نورو ولايتونو او سيمو څخه دلته راځي. دلته د نفوس کچه د نورو ځايونو په پرتله زياته ده.”
داسې انګېرل کېږي چې په ټول عراق کې له ۳.۵ میلیون څخه ډېر خلک په کنډوالو کې ژوند کوي. عراقي چارواکي وايي، په هېواد کې د املاکو د ناورین د کمولو لپاره لږ تر لږه درې میلیونه کورونو ته اړتیا ده.
په بغداد کې د ارزانه کورونو د عرضه کولو لپاره هڅې روانې دي. د عراق د دروازې کمپلکس چې د بغداد په مرکز کې موقعیت لري، یوه له هغو پروژو څخه ده چې د کورونو د کمښت د کمولو په هدف جوړېږي.
د امواج املاکو اجرایوي او د پروژې پراختیا کوونکی مشر بیکر رووف وویل، چې موږ په ټیټه بیه د استوګنې واحدونه جوړوو چې د خلکو لپاره ښه ژوند تضمینوي. دغه راز موږ خلکو ته د اوږد مهاله پورونو د برابرولو لپاره د حکومت ملاتړ ته اړتیا لرو.
د نفوسو په کلنۍ کچه کې د ۲.۵ سلنه زیاتوالي سره، پر ښاري سیمو فشار مخ په زیاتېدو دی. د هېواد د کورونو کمښت ناورین د حل لپاره د ودانولو د دوام لپاره بېړنۍ اړتیا ده.