لاوس–چین/امریکا
ای ډي: 8387691
نېټه: د جولای 27، 2024
ځای: لاوس
موده: ۱۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-07-2024 03:42
وروستی سمون: 2024-07-27 07:05
ویډيويي صحنې
ویینټاین، لاوس – د جولای 27، 2024 (CCTV)
۱ـ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د روغبړ کولو پر مهال
۲ـ په غونډه کې د دواړو خواوو چارواکي وانګ او بلینکن
بشپړ خبر
د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د شنبې په ورځ د لاوس په وينتيان ښار کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلېنکن سره وکتل.
دغه لیدنه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې د ٥٧مې دورې د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په څنډه کې چې د جولای له ٢١مې نېټې څخه تر ٢٧مې نېټې پورې د لاوس په پلازمېنه کې دایرېږي، تر سره شوه.
وانګ یي چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړى هم دى، د امريکا په غوښتنه له بلېنکن سره خبرې اترې کړې دي.