اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نادولتي مرستندویه بنسټونو غوښتي څو د بشري مرستو پر ځای له پراختیايي برخو سره مرستې وکړي. په لیک کې له تمویلوونکو بنسټونو او موسسو غوښتنه شوې چې د خپلو پروژو د تطبیق پر مهال دې د خلکو رضایت، روڼتیا او د سرپرست حکومت قوانین په پام کې ونیسي. له نړۍوالو بنسټونو او تمویلوونکو څخه په عین وخت کې بله غوښتنه د کاري جوازونو د اخېستلو شوې چې باید عملي یې کړي.