په کابل کې د اروپايي ټولنې ماموریت په افغانستان کې د اوبو د بحران په پراخېدو اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې وچکالي، ککړتیا او د اوبو زیات استعمال د خلکو تر ټولو ارزښتناکه سرچینې ګواښي. دغې د راتلونکو نسلونو لپاره د سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی. په سویس کې میشت د “اې سي اې پي ایس” په نوم په اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې د بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د روان کال د جولاۍ د میاشتې په یو راپور کې په افغانستان کې د ژوند په ټولو برخو د وچکالۍ د پراخه اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه بنسټ ویلي چې وچکالي په افغانستان کې د معیشت منابع او په ځانګړي ډول خواړه او اوبو ته لاس رسی ګواښوي چې ورسره یې په دغه هیواد کې د بې ځایه کیدو، روغتیا، ساتنې، امنیت او ثبات په اړه اندیښنې هم زیږولي دي.