یو شمېر افغان سوداګرو او محصلینو د هند د دې اعلان هرکلی وکړ چې غواړي افغانانو ته ویزې ورکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې افغانانو ته یې د ویزې ورکړه بیا پیل کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په یوه خبري غونډه کې وویل چې هند افغان اتباعو ته د ویزو ورکول پیل کړي دي. د هند د سفارت له بندېدو او د ویزو د نه ورکول کېدو له کبله سلګونه افغان محصلین چې د ۲۰۲۱م په دوبي کې د رخصتۍ د تېرولو لپاره افغانستان ته تللي وو، په افغانستان کې بند پاتې شول او زده کړې یې نیمګړې پاتې شوې. خو اوس چې هند اعلان کړی چې افغانانو ته ویزې ورکوي، یو شمېر محصلان پرې خوښي ښيي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی هم وايي چې افغانانو ته د هند د ویزو ورکړه، ډېر اهمیت لري ځکه چې هند په سیمه کې د افغانستان یو مهم تجارتي شریک دی.