چین /ایران/د ولسمشر لوړه
ایډي: 8387532
نېټه: د جولای 26، 2024
ځای: چین
موده: ۳۱ ثانیې
سرچینه (CCTV):
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-07-2024 01:31
وروستی سمون: 2024-07-26 02:36
ویډيويي صحنې
بېجینګ، چین – د جولای 26، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ مطبوعاتي خبرتیاوې روانې دي، خبريالان
۲ـ د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماو نينګ
۳ـ مطبوعاتي خبرتیا روانه ده، خبريالان
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جمعې په ورځ وويل، د چين د ولسمشر شي جين پينګ ځانګړی استازی پينګ چينګهوا به د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د ماو نينګ د وينا له مخې، د ايران د حکومت په بلنه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی پينګ چينګهوا به د جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه په پلازمېنه تهران کې د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ښاغلی پزشکیان ۶۹ کلن دی او د جولای میاشتې په شپږمه د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه وټاکل شو. دا ټاکنې د مې په میاشت کې د ولسمشر ابراهیم رئیسي د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې له وژل کېدو وروسته وشوې. پزشکیان له دې مخکې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د پارلمان د لومړي مرستیال او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د روغتیا د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.