جمعه, مارچ 20, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

بېجینګ: د میانمار په شمال کې به د سولې خبرو اترو ته دوام ورکړو

STR NEWS by STR NEWS
جولای 26, 2024
5 0
0
بېجینګ: د میانمار په شمال کې به د سولې خبرو اترو ته دوام ورکړو
8
SHARES
32
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8387378.webm

د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/میانمار

ای‌ډي: 8387378

نېټه: د جولای 25، 2024

ځای: چین

موده: ۵۳ ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-25 22:13

وروستی سمون: 2024-07-25 22:16

ویډيويي صحنې

بېجینګ، چین – د جولای 25، 2024 (CCTV -) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ بېلابېل مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي، خبريالان

۲ـ غږ(چینایي) د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماو نینګ،

۳ـ په مطبوعاتي کنفرانس کې ګڼ خبریالان

بشپړ خبر

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اغلې ماو نېنګ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې بېجینګ د میانمار په شمال کې وضعیت له نږدې څاري او د اوربند او سولې خبرو ته به دوام ورکړي. هغې دا څرګندونې د میانمار په شمالي سیمه کې له چین سره پولې ته نږدې د یاغیانو د وسله والې ډلې او حکومتي ځواکونو ترمنځ د پوځي شخړې د راپورونو په ځواب کې وکړې.

نوموړې په پلازمېنه بېجینګ کې د یو خبري غونډې پر مهال د ورستیو راپورونو په ځواب کې زیاته کړې، چې چين به د ميانمار په شمال کې د سولې خبرو اترو ملاتړ ته دوام ورکړي او له اړوندو خواوو څخه يې وغوښتل چې د چين د پولو او د اوسېدونکو د امنيت د تامينولو لپاره لا هڅې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزرات ویاندې دغه راز ویلي، چین د میانمار له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره اوربند ته د رسېدو لپاره خبرو او مذاکراتو ته دوام ورکړي. دغه راز چین له دواړو خواوو غواړي چې خپلمنځي اختلافات په سوله ييزه توګه حل کړي او د وضعیت له ترینګلتیا څخه ډډه وکړي، نوموړې زیاتوي چې بېجینګ به د چين د پولو او د پولې په اوږدو کې د اوسېدونکو او همدارنګه په ميانمار کې د چينايي پروژو او سوداګریزو شرکتونو او پرسونل د خونديتوب لپاره د سولې خبرو اترو ته دوام ورکړي او په شمالي ميانمار کې به د اوربند او سولې خبرو اترو چټکتيا ته لا ډېر کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې په میانمار کې یوې توکمیزې وسله والې ډلې د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې له چین سره پولې ته څېرمه د لاشیو په ښارګوټي کې یې د پوځ مرکزي دفتر نیولی دی، په داسې حال کې چې د میانمار پوځ دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې دا ادعا ناسمه ده.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved