نیپال- الوتکې غورځېدل
ایډي: 8387262
نېټه: د جولای 24، 2024
ځای: نیپال
موده: ۳۵ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 24-07-2024 05:33
وروستی سمون: 2024-07-24 06:27
ویډیويي صحنې
نیپال کتمندو، – د جولای 24، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ ژغورونکي د تریبوان نړیوال هوایي ډګر کې د الوتکې غورځېدو ځای څخه جسدونه لېږدوي او ګڼ شمېر امبولانسونه په سړک لیدل کېږي
بشپړ خبر
د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې د چهارشنبې په ورځ د تریبوان نړیوال هوایي ډګر کې د الوتکې له غورځېدو وروسته د ۱۸ کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د نیپال د ملکي هوایي چلند ادارې (CAAN) د لټون او ژغورنې د همغږۍ مرکز یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي: په پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د یادې ادارې (CAAN) یو ویاند هانسا راج پانډي ویلي، چې د پېښې څخه وروسته هوایي ډګر تړل شوی، او ټپي شوی کس روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی.
ویاند په پیل کې د مړو شمېر ۲۲ تنه ښودلی و، خو دا شمېره وروسته له هغه کره شوه کله چې د ژغورنې ډلې ادعا وکړه چې درې قربانیان دوه ځله شمېرل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د سوریا ایرلاین الوتکه چې د پوخارا ښار ته روانه وه، ۱۹ کسان پکې سپاره وو، چې ټول د هوايي شرکت کارکوونکي وو.
په ورته مهال عیني شاهدانو د چین د مرکزي ټلویزیون (CCTV) خبریال ته ویلي چې الوتکه په ځمکه له لوېدلو سره د هوايي ډګر په دننه کې د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.