ملګري ملتونه- سوډان/د خوړو ناورین
ایډي: 8387252
نېټه: د جولای 23، 2024/
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او شپږ دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 24-07-2024 05:48
وروستی سمون: 2024-07-24 05:52
ویډیويي صحنې
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر نیویارک ښار – نېټه نامعلومه (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر نیویارک ښار – د جولای 23، 2024 د چینايي وګړو لپاره نه ده.
۲- د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک، په خبري کنفرانس کې خبرې کوي
۳- غږ (انګلیسي) د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
۴ـ خبريالان
سوډان ، – وروستی (CCTV)
۵ـ د کډوالو ګڼ کمپونه
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو یوه ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي، چې په جګړه ځپلي سوډان کې نږدې ۲۶ میلیونه خلک د خوراکي توکو له جدي ناورین سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې د وینا پر مهال په سوډان کې د لوږې د جدي خبرداری ورکړ.
هغه وويل، چې نږدې ٢٦ ميليونه نارينه، ښځې او ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي. له دې جملې څخه ٧٥٠ زره يې د قحطۍ په لومه کې ښکېل دي.
د روان کال د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خوړو د خوندیتوب مرحلې طبقه بندي، یوه پروژه چې موخه یې د خوړو خوندیتوب ښه کول دي، د سوډان په ۱۴ سیمو کې د قحطۍ خطر خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د جون د راپور له مخې، په سوډان کې د سوډان د وسله والو ځواکونو او نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ د خونړۍ جګړې په سبب د ۲۰۲۳ کال د اپرېل له نیمايي راهیسې، تر ۱۶۶۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.