د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې یاد ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړلو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې د دې شبکې په جوړېدو سره به د سیمې ۵۰۰ کورنیو ته څښاک اوبه برابرې شي. د اوبو رسولو دغه شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ د څلورو میاشتو په موده کې د ۶ میلیونه ۸۴۶ زره افغانیو په لګښت جوړېږي. ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې د چارو د پیل په اړه ښوښي څرګنده کړې او دغه راز یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.