د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې د چنګاښ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د یو شمېر د لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې. د ازموینو ملي ادارې مسوولین وایي، چې په سږ کال کانکور ازموینه کې ټولټال ۴۴ زره ۷۳۸ تنه بریالي شوي، چې له دې جملې څخه ۴۱زره ۲۹۳ تنو لوړو زده کړو او پاتي نورو یې د نیمه لوړو زده کړو موسسو او دیني تحصلي مرکزونو ته لاره پیدا کړې ده.