پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د چين د کليو د اصلاحاتو بهير نوی مزل پیلېږي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 20, 2024
3 0
0
د شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د چين د کليو د اصلاحاتو بهير نوی مزل پیلېږي
5
SHARES
18
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8385355.webm

د چین شي  د کلیو د ځمکو اصلاحات

ای ډي: 8385355

نېټه: ورستۍ

ځای: چین

موده: څلور دقیقې او دولس ثانیې

سرچینه: CCTV))

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-11 20:14

وروستی سمون: 2024-07-20 19:03

بشپړ خبر

د ژیاوانګ کلي په کوم ځای کې چې د چين د کليوالو اصلاحاتو بهير ۴۶ کاله مخکې پيل شوی وو، اوس د چين د ولسمشر شي جين پينګ تر رهبرۍ لاندې د ژورو اصلاحاتو  د ميکانيزم د کرنې او د نويو صنعتونو د ودې د پياوړتيا په لاره کې  د پرمختګ په حال کې دی.

په ۱۹۷۸ کال کې د ان هوی ولايت په يوه بې وزله کلي کې ۱۸ بزګرانو په پټه توګه د انفرادي کورنيو تر منځ د ګډې ځمکې د وېشلو تړون لاسليک کړ. دا سیسټم چې په ژیاوانګ کې پیل شوی په 1984 کې په ټول چین کې خپور شو او د کښت کرلو لپاره یې د بزګرانو لیوالتیا زیاته کړه.

ولسمشر شي جین پینګ، چې د چین د کمونست ګوند مشر او په ورته مهال کې د پوځ مشري هم کوي ، په ژیاوانګ کې مهم کلیوالي اصلاحات د “ژوند او مرګ” شیبې په توکه یاد کړل . هغه د دغو اصلاحاتو په اړه خپل لومړني فکرونه هغه وخت ياد کړل کله چې هغه د شانګهای په پوهنتون کې زده کوونکی و او د چوژو ښار  د يوه څېړنيز سفر  په ترڅ کې یې  ژېاوانګ کلی اداره کاوه.

ولسمشر شي جین پینګ په ۲۰۱۸ کال کې له ژیاوانګ ښار څخه د لیدنې پر مهال ویلی ویلي و چې زه په ١٩٧٨ کال کې چوژو ته لاړم، خو دلته د ژیاوانګ  کلي ته نه يم تللی، په هغه وخت کې مې يو یاداشت کتابچه واخيست چې اوس يې هم ساتم. زه ډېر متاثره شوم ځکه چې دا د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته د کليوالو اصلاحاتو په اړه زما لومړی درس و. – زه هغه وخت دلته د زده کړې لپاره راغلی وم

لکه څنګه چې چین د صنعتي کیدو په لور روان دی، د کار ځواک چې په کرنیز تولید کې بوخت دی د پام وړ کم شوی. يان جين چينګ چې اوس مهال  ۸۱ کلن دی يو له ۱۸ بزګرانو څخه دی، چې  يو رستورانت پر مخ وړی .

نوموړی وایي، چې ځوانان د کار لپاره ښارونو ته تللي دي. د ځمکې ساتنه به څوک کوي؟ ځمکه د کروندګرو د ژوند وينه ده. که رښتيا ووايم دوی زیات خفه کیږي  کله چې د کرنې ځمکې بې کاره پاتې کیږي.

د یادونې ده چې د ٢٠١٦ کال په اپريل میاشت  کې د چين ولسمشر  شي جين پينګ په ژیاوانګ کلی کې د يوې غونډې مشري وکړه چې د چين د کليوالو اصلاحاتو د زېږېد ځای بلل کېږي. په دې کتنه کې شي جين پينګ په کليوالي سيمو کې د اصلاحاتو پر بيړنۍ اړتيا ټينګار وکړ او د بزګرانو او د هغوی د ځمکو ترمنځ د اړيکو د مديريت پر اهميت يې ټينګار وکړ.

شي جين پينګ د قرارداد شويو کليوالو ځمکو د حقونو او د کليوالو د اجتماعي املاکو د حقونو په سيستم کې د پام وړ اصلاحاتو ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې “اصلاحات بايد په ټوله کې د کليوالي بيارغونې د پرمختګ لپاره د يوې پياوړې وسيلې په توګه وکارول شي.

چین بزګرانو ته اجازه ورکړې چې د دوی د تخصیص شوي ځمکو قرارداد حقونه وساتي پداسې حال کې چې د مدیریت حقونه لیږدوي که چیرې دوی ځمکې نورو ته په اجاره ورکړي. دغه اصلاحات، د کلیوالي ځمکو د قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د تمدید سره یوځای، بزګرانو ته نور ډاډ ورکړی او د کرنیزو ځمکو لیږد او په لویه کچه یې د کرنې په چټکتیا کې مرسته کړې.

يان دغه راز زیاتوي، چې موږ په زړونو کې خوشاله وو. د ځمکې لېږد زموږ د مديريت د حقونو انتقال دی. دا زموږ لپاره د ډاډ وړ او موږ ته خوندیتوب احساس راکوي.

د ژیاوانګ کلي يو بزګر چينګ ژی بينګ له یادو اصلاحاتو څخه ګټه پورته کړه. هغه په ۲۰۱۴ کې په لویه پیمانه میخانیکي کرنه پیل کړه، او تیر کال د هغه کښت شاوخوا ۵۰ هکتارو ته پراخ شو .

هغه وویل، چې موږ به خامخا دا کار کولو ته چمتو یو ځکه چې موږ کولی شو له حکومت څخه مرسته  او د لیږد فیسونه ترلاسه کړو.

د ٢٠١٦ کال په اکتوبر کې چين د “درې حقونه جلا کولو” په نامه د ځمکنيو نويو اصلاحاتو طرحه وړاندې کړه. دې اصلاحاتو ځمکه په دریو برخو ویشلې: مالکیت، قرارداد او مدیریت حقونه. دغه نوی سیستم په هیواد کې د کرنې د تولید په ښه والي کې مرسته کړې ده.

د ٢٠١٧ کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې شي جين پينګ وويل، موږ به د کليوالو بنسټيز سيستم پياوړی او ښه کړو، د کليوالو ځمکو د سيستم اصلاحاتو ته به دوام ورکړو او د کليوالو ځمکو د جلا کولو، قرارداد او مديريت حقونه به لوړ کړو. د ځمکې اوسني قراردادونه به د اوږدې مودې لپاره باثباته او پر ځای پاتې وي، او کله چې یې پای ته ورسیږي د نورو 30 کلونو لپاره به وغځول شي.”

د کلي د ګوند د کميټې لومړی منشي لي جين جو وويل،

چې د ۲۰۱۸ کال څخه راپدیخوا، ژیاوانګ د وړو وړو ځمکو په يو ځای کولو سره څه باندې ۸۷۰ هکتاره لوړ کيفيت لرونکي کرنيزې ځمکې جوړې کړې چې ۷۰ سلنه يې د لويې کچې کرنې ته ليږدول شوي دي.

هغه وويل,چې نوي سيسټم هغو بزګرانو ته چې غواړي کرنه وکړي اجازه ورکوي چې د نوي کاروبار خاوندان شي، دوی ته اجازه ورکوي چې زياتې او ښې ځمکې کرنه وکړي. دا هغه کسان هم ازادوي چې له کرنې څخه د پيسو ګټلو نورې لارې لري.”

چینګ ژی بینګ دغه راز وویل، چې په  تيرو وختونو کې په وړو ځمکو کې د ماشينونو کارول ناشوني وو. اوس زه کولای شم چې زر يا حتی په زرګونو کوچنۍ ځمکې چې هر يو يې څو هکتاره وي، کرهنه وکړم.

ژیاوانګ کلي د مخکښو کرنیزو ډلو په شمول  د بیدا هوانګ ګروپ او د ان هوی کرنیز بیارغونې ادارې هڅولې چې له همدې امله اوس په سیمه کې له ۹۷ سلنې څخه زیات کروندګر له عصري ماشینونو څخه کار اخلي..

په ۲۰۱۷ کال کې د بيدا هوانګ د اوو ستورو فارم له ژیاونګ کلي سره د عصري کرنې په برخه کې د همکارۍ تړون لاسليک کړ. دوی کلي ته د اوبو د ساتنې متخصصین او د کرنې تخنیکران واستول او په ۳۳ هکتاره ځمکه کې یې د عصري کرنې د نندارې زون جوړ کړ.

په ژیاوانګ کلي کې د اوو ستورو فارم مشر لو ژیانګ داو وویل، چې  د نوي سیسټم له رامینځته کیدو وروسته ، بزګران ډیر لیواله شول چې خپلې ځمکې موږ ته په اجاره راکړي. نوموړي زیاتوي چې موږ باید د کرنې د ودې لپاره له ساینس او ټیکنالوژۍ څخه کار واخلو. دا موږ ته د هغه لارښوونې دي چې موږ اوس د نوي میتودونو په ګډون د کرنې د پرمختګ لپاره هڅول شوي یو.

په کلي کې اوس ۳۱ نوي سوداګریزې ادارې شته  چې پکې مسلکي بزګران، د کورنۍ فارمونه او د بزګرانو ګروپونه شامل دي. په پراخه ساحه کې یو له بل وروسته نوي وسایل راڅرګندیږي.

د ژیاوانګ کلي یاد بزګر چینګ ژی بینګ زیاتوي، چې دا هغه څه دې چې موږ یې هیڅ فکر لا نه و کړی. سږ کال موږ د کرنې هر ډول ماشینونه لرو، له ډرون څخه تر ټراکټورونو پورې، موږ پلان لرو چې په بشپړ ډول عصري او مصنوعي ټیکنالوژي وکاروو موږ باید د لوړ کیفیت غلې دانې وکرو او ډاډ ترلاسه کړو چې هرڅوک خوندي خواړه لري.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved