د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې یا ټیکا د ۵۵زره ډالرو په ارزښت د هرات د حوزوي روغتون د سرطان څانګې ته ۴۰ روغتیايي وسایل او تجهیزات ورکړل. د ټيکا ادارې مسوولین وايي، دوی د دغه روغتون د سرطان له څانګې سره د ۴۰ طبي وسایلو ترڅنګ د یوه اندازه درملو مرسته هم کړې ده. د هرات په حوزوي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې څانګه له څه باندې څلورو کلونو راهیسې فعاله ده. د دغه روغتون د مسوولینو په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې هلته د سرطان ۲۳۰۰ ناروغان تشخیص او تداوي شوي دي.