د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا /فلسطین
ایډي: 8386380
نېټه: د جولای 19، 2024
ځای: چین
موده: ۳۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-19 01:36
وروستی سمون: 2024-07-19 05:48
ویډيويي صحنې
چین بېجینګ، – د جولای 18، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ مطبوعاتي کنفرانس روان دی
۲ـ ګڼ خبریالان
3ـ د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لين جيان
۴ـ خبريالان
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ویلي، چې چين په پرله پسې توګه د يووالي د ټينګښت لپاره د فلسطيني وګړو ملاتړ کړی دی.
ښاغلي لين دغه څرګندونې د خبرې رسنیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
نوموړي دغه راز ویلي، چين په دې باور دی چې د روغې جوړې او پيوستون د پياوړتيا لپاره د فلسطيني وګړو ملاتړ د فلسطين د خلکو د عادلانه مقصد او د فلسطين د مسئلې د هراړخيز، عادلانه او دايمي حل د هڅولو لپاره ضروري دی. چين په تل د فلسطيني ډلو د يووالي د پياوړتيا لپاره ملاتړ وکړي او په دې برخه کې به مثبتو هڅو ته نور هم دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ د منځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې لومړیتوب یې دا دی چې د ټولو هغو بهرنیو لوبغاړو یوه غونډه راوبلل شي چې په غزه او لوېدیځ کې پر بېلابېلو ډلو نفوذ لري. دا به د فلسطین په سیاسي جریانونو کې د اختلافاتو په لرې کولو کې رغنده مرسته وکړي.