د کندهار کرنې ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د هندواڼو او خټکیو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي دي. د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې سږ کال په دې ولایت کې په ۱۳۰۰ هکتاره ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي، چې څه کم ۱۲ زره ټنه حاصلات به ترې راټول شي. بل لور ته بیا کروندګر خوښ دي، چې د پریمانه حاصلاتو اخیستلو تر څنګ یې، بازار د پخوا په پرتله ښه شوی. په ورته وخت کې د هندواڼو او خټکیو پلرونکي بیا له سرپرست حکومته په دې ولایت کې د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، د سړو خونو په جوړېدو سره به یې میوې تر ډيره خوندي وي، او د بازار د اړتیا له مخې به یې مارکېټ ته عرضه کوي، چې هغه وخت به یې ګټه لا ډېره وي.