د خوست سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې د چارو له پیل خبر ورکړی دی. د خوست ښاروال بسم الله بلال ویلي چې د دغه ولایت د مرکز په شپږمه ناحیه کې د لښتیو جوړولو چارې پیل شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د ۴۵۰۰ مترو په اوږدوالي د لښتیو تر څنګ د ۱۵۴ پلچکونو په اساسي ډول جوړول هم شامل دي.