د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې ۲ زره اړمنو مالدارانو ته د مالدارۍ د اړینو توکو د وېش لړۍ پيل شوې ده. د یاد ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلي، چې په ياده مرسته کې هر مالدار ته يو بشپړ کيټ، چې په کې( يو ځګ، یوه ډولچه، يو د شيدو صافولو جالۍ او يو د شيدو ځانکړى سطل) شامل دي. د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم له دغو مالدارانو سره د حيواني خوراکې، د شفتلې تخم او د حيواناتو د تقويې ځانګړو (منرالونو) مرسته شوې وه.