پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د افغانستان په ختیځ کې سختو بارانونو لږ تر لږه ۴۷ کسان وژلي دي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 18, 2024
3 0
0
4
SHARES
16
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8386241.webm

افغانستان- شدید باران/مرګ ژوبله

ای ډي: 8386241

نېټه: د جولای 16، 2024

ځای: افغانستان

موده: دوه دقیقې او شپږ دیرش ثانیې

سرچینه: (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-18 04:57

وروستی سمون: 2024-07-18 06:37

ویډيويي صحنې

افغانستان ننګرهار ولایت، – د جولای ۱۶، ۲۰۲۴ (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د ړنګ شوی دیوال صحنه

۲ـ د انګړ دننه بېلابېلې برخې

۳ـ چرګ په انګړ کې صحنه

۴ـ غږ (پښتو) اوسیدونکی رحمان ګل،

۵ـ ویجاړه شوې ودانۍ

۶ـ په خټو ولاړ خلک

۷ـ ګڼې نړیدلې ودانۍ، اوسیدونکي

بشپړ خبر

په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ  کې سختو بارانونو لږ تر لږه ۴۷ کسان وژلي او د سختو طوفانونو له کبله برېښنايي مزي پرې شوي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي. د معلوماتو له مخې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پراخو سیلابونو، سختو بارانونو او زیانمنونکو بادونو له امله د وژل شویو کسانو شمیرد لوړېدو په حال کې دی. په تیرو څو لسیزو کې جګړو او بیا اوس طبعي افتونو دغه خلک سخت زیانمن کړي دي او له بې ثباتۍ څخه رنځ وړي دي. رحمان ګل چې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د وروستیو سیلابونو له کبله یې مېرمن، لور او اینګور ټپیان شوي دي. رحمان ګل په يوه کرايي کور کې اوسېده او ددغه سیلابونو له کبله یې کور هم ویجاړ شوی دی. نوموړی وايي، چې دی اوکورنۍ یې خوشحاله دي، چې له دې طبیعي پیښو څخه ژوندي پاتې شوي دي. د رحمان ګل په خبره، چې طوفان په ریښتیا سره ډير زورور و او یو په یو په اسمان کې تورې وریځې پیدا شوې او هوا خرابه شوه.ماشومانو او ټولو خلکو چغې وهلي.  رحمان اوس مهال بې روزګاره ده  او له ډېرو ستونزو سره مخ دی. د نوموړي تر ټولو لویه اندیښنه یې د خپلې کورنۍ د ورځنیو لګښتونو لاسته راوړل دي. بل خوا  د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په مستي خېلو کلي کې د تېرې اوونۍ د باران او باد له امله تر سلو ډېر کورونه ويجاړ شوي دي. په دغه ولسوالۍ کې د قربانیانو له ډلې د نعمت الله د کورنۍ اووه غړي د کور د چت د لویدو په پیښه کې وژل شوي دي او دوه تنه نور سخت ټپیان شوي دي. ددې کورنۍ یو بل غړی عزت الله خان وايي، چې د کورنۍ پر غړو یې د چت لویدو له کبله اووه تنه وژل شوي، چې په دې کې یې مشر زوی، د هغه میرمنه، څلور لورانې او یو زوی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دوه نورې نجونې سخته ټپیانې دي. د ننګرهار  ولايت په یادو سیمو کې د سیلابونو او سختو بادونو له کبله بریښنا او مخابراتو سیسټم هم ګډوډ شوي دي. په دغه سیمو کې تر ډيره خلک په کرنه بوخت ول او ددې سیلابونو له کبله یې کرنیزې ځمکې سیلاب وړې دي او سخت مالي زیانونه ورته رسېدلي دي. یو ځايي کروندګر رییس خان وايي، چې ما په خپله پنځلس جريبه ځمکه کې بینډۍ، لوبیا او پنبه کرلې وه، چې دې طبعې پېښو له امله په بشپړه توګه له منځه تللې دي او هيڅ هم نه دې ورته  پاتې شوي. د یادونې وړ ده، چې دوه میاشتې وړاندې په ننګرهار ولایت کې سیلابونو ډيری کورنۍ بې کوره کړې وي او له سختو ستونزو سره مخ وي. اوس ددغه پیښو قربانیان وايي، چې د کورنو د بیارغونې لپاره پیسې نه لري او په یو سخت حالت کې ژوند کوي. دوی له نړیواله مرستندویه بنسټونو او سیمه ییزو چارواکو څخه د مرستې او لاسنوي غوښتنه کوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved