د بدخشان ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي دي. دا پېښه پرون ناوخته د کوهستان ولسوالۍ اړوند په (کلوخک)کلي کې شوې ده. سرچینو ویلي چې پېښه هغه مهال وشوه چې یو لنډکروزر موټر له سړکه واوښت او چپه شو. د سرچینو د مالوماتو له مخې، په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم دي. د پېښې ټپيان د کوهستان روغتیايي مرکز ته وړل شوي او د څلورو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هیواد کې ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي، چې لامل یې تر ډېرې د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوی دی.