د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/فلسطین
ای ډي: 8386079
نېټه: د جولای 17، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او پنځه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-17 01:13
وروستی سمون: 2024-07-17 05:53
ویډيويي صحنې
چین بیجینګ – د جولای 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لين جيان د تګ پر مهال
۲ـ مختلف خبریالان
۳ـ د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لين جيان
۴ـ د مطبوعاتي کنفرانس په جریان کې ګڼ شمیر خبریالان
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې چين غواړي د فلسطين د داخلي روغې جوړې لپاره له ټولو خواوو سره په ګډه کار وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند لين جيان دغه څرګندونې په يوه خبري ناسته کې د خبريالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې آيا د جولای میاشتې له ٢٠مې نېټې څخه تر ٢١مې نېټې پورې په بېجينګ کې د حماس او د فلسطين د خپلواکۍ ملي غورځنګ (فتح) ترمنځ د لوړې کچې غونډه جوړېږي؟
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې چين تل د خبرو اترو له لارې د روغې جوړې او يووالي د تر لاسه کولو لپاره د فلسطيني ډلو ملاتړ کړی دی. چين چمتو دی چې ټولو ډلو ته د پخلاينې د خبرو اترو لپاره يو پلاټفورم او د خبرو اترو فرصتونه برابر کړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې ده، چې چين غواړي له ټولو خواوو سره اړيکې او همغږي پياوړې کړي او د فلسطين د کورنيو چارو د سمسورتيا لپاره ګډ کار وکړي. لین د خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه، که چیرې نور معلومات شتون ولري چین به یې په مناسب وخت کې خپاره کړي.