د چین د نوښت مرکز/بیو تولید
ای ډي: 8385911
نېټه: د جولای 13-16، 2024
ځای: چین ګوانګ دونګ
موده: یوه دقیقه او شپږ ویشت ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-16 03:59
وروستی سمون: 2024-07-16 04:02
ویډيويي صحنې
جنوبي چین د ګوانګ دونګ ولایت شینزین ښار- د جولای 13-14، 2024 (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د صنعتي پارک ویډيويي صحنې
۲ـ د مختلفو څیړونکو، وسایلو
۳ـ غږ (چینایي) د شینګین د پرمختللي ټیکنالوژۍ انستیتیوت مرستیال مشر لیو چنلي
۴ـ ګڼ وسایل، څیړونکي
بشپړ خبر
د چين د ګوانګ دونګ ولايت په شینزین ښار کې چين د لومړي ځل لپاره د بيولوژيکي موادو د توليد د نوښت مرکز د جوړولو کار د يکشنبې په ورځ پيل کړی دی او دا د چين په جنوب کې د تکنالوژۍ يو مشهور مرکز بلل کېږي.
د بایو تولید د نوښت دغه مرکز چې د چین د علومو اکاډمۍ د شینزین پرمختللي ټیکنالوژۍ انستیتیوت (SIAT) لخوا رهبري کیږي او د صنعت مشرانو لخوا یې ملاتړ کیږي، د شینزین په ګوانګ مینګ ساینس ښار کې موقعیت لري. دا مرکز د ټکنالوجۍ شپږ مهمې برخې لري، دا به د نوي او خورا عصري ټیکنالوژیو په کارولو سره د بایو تولید څرنګوالی بدل کړي.
د یاد مرکز په اړه د پرمختللي ټیکنالوژۍ انستیتیوت مرستیال مشر لیو چنلي وویل، چې زموږ دغه شپږ پلیټ فارمونه موږ ته اجازه راکوي چې په بیو تولید کې د لابراتوار او ازمایښتي ازموینې لپاره په چټکۍ سره بېلابېلې پروسې رامینځته کړو.دغه راز دا په لابراتوار کې د لومړنیو څیړنو څخه د صنعتونو لپاره محصولاتو جوړولو ته وخت هم ګړندی کوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، کله چې د یاد مرکز کار بشپړ شي، دا به د ګوانګ مینګ ساینس ښار کې د نورو نوښت پلیټ فارمونو په ګډون د مصنوعي بیولوژي څیړنې لوی ساینسي او ټیکنالوژیک زیربنا او د انجینرۍ بیولوژی لپاره د صنعتي نوښت مرکز سره همکاري وکړي دغه راز به د لابراتوارونو او شرکتونو سره هم مرسته وکړي چې د پروژو په بیلابیلو برخو کې په ګډه کار وکړي.