د سوریې پارلماني ټاکنې
ای ډي: 8385848
نیټه: وروستۍ
ځای: د سوریې عربي جمهوریت
موده: یوه دقیقه او درې څلویښت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-15 02:48
وروستی تعدیل: 2024-07-15 05:38
ویډیويي صحنې
سوریه دمشق – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د سوریې د پارلماني ټاکنو لپاره د نوماندانو بېلابېلا انځورونه
۲ـ د سوریې سیاسي کارپوه طارق د خبرو کولو پر مهال
۳ـ په سړک باندې ګڼ شمیر خلک،د کاندید انځور
بشپړ خبر
د راپورنو له مخې، د سوریې خلکو د دوشنبې په ورځ له ټاکلي وخت سره سم د ولسي جرګې د نویو غړو لپاره رایه اچونه پیل کړه. دغه خلک هیله لري، چې دا ټاکنې به د سیاسي او اقتصادي بدلونونو لامل شي او له اوږدې جګړې وروسته به د هیواد په بیارغونه کې مرسته وکړي.
سوریه په تیرو څو کلونو کې د جګړو له امله سخته اغېزمنه شوې ده او دغه راز د لوېدیځ د یو لړ بندیزونو له امله دغه هیواد اوس مهال ډير منزوي شوی دی او دې چارې د سوریې اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی دی.
په سوریه کې له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې وروسته د دغه هیواد د حکومت د سوریې یو شمیر برخې له لاسه ووتلې او اوس مهال د سوریې په شمال لویدیځ ادلیب ولایت کې د ۲۰۲۰ کال اوربند د جګړې شدت کم کړی. د سرچینو د خبرونو له مخې، چې د سوریې حکومت دا مهال شاوخوا درې پر څلورمه برخه خاوره په واک کې لري، خو په شمال کې ډېرې سیمې لا هم د مخالفینو تر کنټرول لاندې دي.
د پارلماني ټاکنو دغه پړاو تر ډېره په هغو سیمو کې کېږي چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي او په ۱۵ ولسوالیو کې د رایې ورکولو څه باندې ۸۰۰۰ مرکزونه جوړ شوي دي. دا په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې څلورمې ټاکنې دي، چې په دې هیواد کې ترسره کیږي.
په ورته وخت کې د سوریې د سیاسي چارو کارپوه طارق ویلي، انتخابات کولای شي د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ثبات او سوله راولي.
د نوموړي په وینا، چې ټاکل شوي نوماندان د فساد تاریخ نه لري.د سوریې خلک به په دې پوه شي چې دا خلک کولی شي په ولسي جرګه کې د دوی استازیتوب وکړي.او د راتلونکي حکومت د خلکو اسمبلۍ تر منځ به ډیر پرله پسې تعاملات وي، چې د احتساب له لارې پرمختګ او اصلاحاتو ته لار هواروي.
بل خوا د سوریې د سیاسي چارو کارپوه اسامه ویلي، چې د سوریې د مسئلې د سیاسي هواري د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د پارلماني انتخاباتو په اړه هیله مندي ښايي غیر واقعبینانه وي او دا چې د سیاسي پروسې خنډ د خبرو اترو د مخالف لوري په لاس کې دی.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام سره وویل.چې د اپوزیسیون په سیاسي تصمیم نیولو کې د ځینو ګاونډیو هیوادونو او همدارنګه د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو تر اغیز لاندې دی، چې د دغو مخالفو ډلو ملي دریځ هم کمزوری کوي، نو دا مسله په پرله پسې ډول د خبرو اترو په څو پړاونو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځیدلې ده.