د چین نادم فیستیوال/ پرانیستل
ایډي: 8385804
نېټه: د جولای 14، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دوه دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-15 06:21
وروستی سمون: 2024-07-15 06:25
ویډیويي صحنې
شمالي چین – د جولای 14، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د نادم د ۳۴ مې جشنوارې د پرانستلو د مراسم روان دي
۲ـ د پرانستلو بېلابېل مراسم روان دي
۳ـ ګڼ ګډون کوونکي د شطرنج لوبې پر مهال
۴ـ په منګولیا یورت کې ګډون کونکي
بشپړ خبر
د يکشنبې په ورځ د نادام په نامه ٣٤م فسټیوال د چين داخلي مغولستان سيمې په زيلين هوت ښار کې پيل شو چې څه باندې سل زره سيلانيان او ځايي وګړو پکې ګډون کړی و.
دغه فسـټيوال چې معمولاً په اوړي کې او یا هم ژمي کې د داخلي مغولستان په څړځایونو کې ترسره کېږي، په منګولیایي ژبه کې د “لوبې” مانا لري. په دې کې غېږ نیونه، د غېشې ويشتل او د اسونو ځغلولو سیالۍ شاملې دي، چې د نارینه وو درې لوبې په نوم هم پېژندل کېږي.
د فسټیوال د پرانیستلو په مراسمو کې ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی و. د آسونو ډېری سپرو او موټرسایکلونو له زرغونو مرغو ډک میدان ته لاړل، څو د فسټیوال روحیه خلکو ته نندارې ته وړاندې کړي دغه راز یې د سیمې دودیزو نڅاوو ننداره لا ژوندۍ کړه، په داسې حال کې چې په میدان کې رنګارنګ اور وژنې د فسټیوال جوش نور هم زیات کړ.
د سږکال دغه فسټيوال به د اګست مياشتې تر پايه پورې دوام وکړي چې د سپورتي سياليو، کلتوري نندارتونونو، د ځايي خواړو څخه د خوند اخيستلو فرصتونو او د سيمې د کلتوري دودونو د څرګندولو په شمول د فعاليتونو يو ژوندی ترکیب وړاندې کړي.