د بهرنیو چارو وزارت، شي، ټرمپ
ایډي: 8385763
نېټه: د جولای 15، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شپاړس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-15 00:55
وروستی سمون: 2024-07-15 05:57
ویډیويي صحنې
چین بېجینګ – د جولای 14، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کمپاین کې د ډزو د پېښې په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو کنفرانس
۲ـ د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کمپاین کې د ډزو د پېښې په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو سکرین شاټ
بېجینګ، چین – د سپتمبر 19، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د بهرنیو چارو وزارت بېلابېلې دروازې، لوګو، ودانۍ
چین بېجینګ، – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د بهرنیو چارو د وزارت د دفتر ګڼې ودانۍ، د چین ملي بیرغ
چین بېجینګ، – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د چين ملي بيرغ
۶ـ بیرغ
متحده ایالات واشنګټن ډي سي، – نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ سپینه ماڼۍ
۸-د پلازمېنې ودانۍ، ترافیک
۹ـ د متحده ایالاتو ملي بیرغ، ترافیک، پیاده تګ او راتګ
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ د کمپاین په یوه غونډه کې په ډزو کې ټپي شوی و، خپله خواخوږي څرګنده کړه
په دغه بیان کې ویل شوي، چې چین د متحده ایالاتو د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاین په غونډه کې د ډزو پېښې څاري او ښاغلي شي جین پینګ د ښاغلي ټرمپ سره د یادې پېښې په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د شنبې په ورځ د پنسلوانیا په بټلر ښار کې په یوه لویه غونډه کې د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډزو تر پېښې وروسته په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د نوموړي د سر له ښي لوري وینه بهېږي او امنیتي مسوولین یې له سټېجه لېږدوي.
له برید لږ وروسته ټرمپ په خپل ټولنیز میډیا پلیټ فارم کې پوسټ وکړ نوموړي لیکلي چې په داسې مرمۍ ویشتل شوی وو چې د ښي غوږ پورتنۍ برخه یې سورۍکړې وه.
د امریکا امنیتي ادارې ویلي چې برید کوونکی د پولیسو لخوا د پېښې په ځای کې وژل شوی، دغه راز د یاد برید له کبله یو ګډون کوونکی هم وژل شوی، او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. په بیان کې ويل شوي چې په دې اړه پلټنې اوس هم دوام لري.