چین-افریقا/ماشومان/تبادله
ایډي: 8385817
نېټه: د جولای 14، 2024
ځای: چین
موده: دوه دقیقه او څلور ثانیې
سرچینه: (CCTV) (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-15 10:17
وروستی سمون: 2024-07-15 12:10
ویډیويي صحنې
چین بېجینګ – د جولای 14، 2024 (CCTV)
۱ـ د چین او افریقا ماشومان
۲ـ د پروګرام په جریان کې ګڼ ماشومان د لوبو پر مهال
۳ـ د ماشومانو بېلابېل رنګونه
۴ـ د فعالیت ګڼ شمېر لیدونکي
۵ـ د بېلابېلو ماشومانو لاسي صنایع
۶ـ ګڼ ماشومان د لوبو کولو پر مهال
بشپړ خبر
د چينایي او افريقايي ماشومانو ترمنځ د اړيکو د هڅولو په موخه يو پروګرام د يکشنبې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې پيل شو.
د چين د ماشومانو په ملي مرکز کې د ناميبيا، جنوبي افريقا، سوماليا، يوګانډا او د مرکزي افريقا په شمول لسګونه ماشومان د چينايي ماشومانو سره يو ځای راغونډ شوي وو.
په یاد پروګرام کې د ماشومانو لپاره بېلابېل فعالیتونه تنظیم شوي و چې پکې لوبې، نڅا د مارشل آرټ نندارتونونه، او د ډله ییز انځور کښل هم شامل و.
په دغه مرکز کې ماشومانو د خوشبويي کڅوړو په جوړولو او د سيوري څېرو په کتلو سره د چين د دوديز کلتور تجربه کړ.
په دغه پروګرام کې د چين د ښځو د فدراسيون مرستيالې هوانګ شياوې وويل چې ماشومان د چين او افريقا راتلونکی او هیله ده او د ماشومانو تر منځ تبادله به د چين او افريقا ترمنځ د دوستۍ د دوام لپاره نوې انرژي ورکړي.
دغه پروګرام چې د چين د بهرنيو چارو وزارت او د چين د ښځو د ټولنې فدراسیون په کوربه توب جوړ شوی، شپږ ورځې به دوام وکړي. دغه راز د چين او پنځو افريقايي هېوادونو ماشومان به د بېجينګ د ماڼۍ موزيم او د مرکزي چين د هی نان ولايت له کلتوري ځايونو څخه هم ليدنه وکړي.