د بهرنیو چارو وزارت، شي جيانګ، متحده ایالاتو
ایډي: 8385648
نېټه: د جولای 13، 2024
ځای: چین
موده: ۵۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-14 04:27
وروستی سمون: 2024-07-14 06:32
ویډیويي صحنې
چین بېجینګ، – د سپتمبر 19، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د بهرنیو چارو وزارت ګنې دروازې، نښان، ودانۍ
چین بېجینګ، – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د بهرنيو چارو وزارت د دفتر د ودانۍ بېلابېلې برخې، د چين ملي بيرغ
چین بېجینګ – مې 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د چین د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د چین لوګو
۴ـ د چین د بهرنیو چارو وزارت ته د ننوتلو صحنې
چین بېجینګ – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د چين ملي بيرغ
۶ـ د خلکو د لوی تالار مختلف بیرغونه
متحده ایالات واشنګټن ډي سي، – نېټه نامعلومه (CCTV)
۷ـ د سپینې ماڼۍ صحنې
۸ـ ودانۍ، ترافیک
۹ـ د متحده ایالاتو ملي بیرغ ترافیک، پیاده تګ او راتګ
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د شنبې په ورځ ویلي، چې چين د امريکا له خوا د تبت د لانجې د حلولو د لایحې له تصويب سره په کلکه مخالفت او غندنه یې کوي.
د روان کال په ځايي وخت د جولای میاشتې په دولسمه نېټه، د امريکا ولسمشر جوبايډن دغه لایحه لاسليک کړه او ويې ويل چې دا د چين د تبت د خپلواکې سيمې او د تبت د نورو سيمو د پېژندلو په اړه د امريکا د اوږدې مودې دوه اړخيزې تګلارې ملاتړ کوي.
خو د بهرنیو چارو وزارت وياند یې په ځواب کې ویلي، چې چين د دغه لایحې له تصويب سره سخت مخالفت کوي.
نوموړي ویاند د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړې چې د چین او تبت د شخړو د حل په نامه د امریکا د حکومت د اوږدمهاله دریځ او ژمنو او د نړیوالو اړیکو د اصولو څخه سرغړونه ده، نوموړی زیاتوي چې امریکا په ښکاره توګه د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې، او د چین ګټې یې زیانمنې کړې او سختې نیوکې یې کړې دي. چې دا د تبت خپلواکۍ ته ناسم پیغام استوي.
چین له دې لایحې سره په کلکه مخالفت کوي او د متحده ایالاتو پر ضد یې اعتراض کړی دی.
وياند پر دې ټينګار وکړ چې شي جيانګ (تبت) له لرغونو زمانو راهيسې د چين یوه برخه ده دا چارې د چين داخلي مسايل دي او د هېڅ بهرني ځواک له خوا په کې لاسوهنه نه شي کېدای. تبت نن ورځ د ثبات، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې څخه برخمنه سیمه ده. تبت د اغېزناکې حکومتولۍ، ټولنيز ثبات او د لوړ کيفيت پرمختګ په حال کې دی. د تبت د بې ثباته کولو لپاره هر ډول هڅې چې د چین د کنټرول یا ځپلو په هدف ترسره کېږي، دغه ډول هڅې به بريالۍ نه شي.
نوموړي ویاند دغه راز وویل چې چین د متحده ایالاتو څخه غواړي چې تبت د چين د يوې برخې په توګه په رسميت وپېژني او د شي جيانګ د خپلواکۍ ملاتړ نه کولو په اړه د خپلو ژمنو د درناوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دوی له امریکا وغوښتل چې د دغه لایحې له پلي کېدو ډډه وکړي. که امريکا دا ډول خپلسریو ته دوام ورکړي، چين به د خپل حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتنې لپاره ټينګ تدابير ونيسي.