چین-امریکا/فلیپین/د منځني واټن توغندي سیسټم
ایډي: 8385541
نېټه: د جولای 13، 2024
ځای: بېجینګ
موده: ۵۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-13 06:20
وروستی سمون: 2024-07-13 06:24
ویډیویي صحنې
چین بېجینګ – د جولای 12، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱-مطبوعاتي کنفرانس روان دی
۲- غږ (چینایي) د ملي دفاع وزارت ویاند جانګ ژیاوانګ،
بشپړ خبر
د چين د ملي دفاع وزارت وياند ژانګ ژیاوانګ د جمعې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې امريکا بايد ژر تر ژره له فليپين هېواد څخه د منځني واټن ويشتونکي توغنديو سيسټم لرې کړي او حتی بیا ځای پر ځای کولو هڅه یې هم ونه کړي.
ژانګ دا څرګندونې د رسنیو د راپورونو په ځواب کې وروسته له هغه وکړې چې د فلیپین وسله والو ځواکونو د جولای په لومړیو کې ویلي وو چې د متحده ایالاتو د منځني واټن توغندیو سیسټم په فلیپین کې ځای پرځای شوی او د بالیکاتان کلنيو ګډو پوځي تمریناتو لپاره له هېواد څخه بهر ته لېږدول کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام سره وویل، موږ راپورونه لیدلي دي چې د امریکا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو سیسټم د سړې جګړې لپاره یوه ستراتیژیکه برید کوونکې حربه ده. دا باید هېڅکله په دې سیمه کې ځای پر ځای شوی نه وای. امریکا او فلیپین باید د خپلو خبرو درناوی وکړي او سمدستي دغه سیسټم لرې کړي. او هېڅکله یې بیا ځای پرځای نه کړي، د متحده ایالتو اړخ د وسلو د کنټرول له څو تړونونو یا سازمانونو څخه وتلی دی، کوم چې د نړیوالو وسلو د کنټرول او بې وسلې کولو بهیر ته زیان رسوي، د متحده ایالتونو د جګړې په ډګر کې د خپلو متحدینو او شریکانو مجبورول به یوازې د تاوتریخوالي لامل شي چین له امریکا او فلیپین څخه غواړي چې د سیمې د سولې او پرمختګ غوښتنو ته درناوی وکړي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.