بنګله دېش، سېلابونه
ایډي: 8385138
نېټه: د جولای 10، 2024
ځای: بنګله دېش
موده: یوه دقیقه او ۳۳ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-11 01:02
وروستی سمون: 2024-07-11 01:34
ویډیويي صحنې
بنګله دېش د سراج ګنج ولسوالۍ – د جولای 8، 2024 (CGTN)
۱ـ د ډوب شوي کلي ویډیويي صحنې
۲ـ د ډوب شوي کلي بېلابېلې صحنې
۳ـ غږ (بنګالي) ځایي اوسېدونکی تهجاد علي
۴ـ په ډوب شوي کلي کې مختلف کلیوال
۵ـ غږ (بنګالي) د جامو سوداګر حسن علي
۶ـ د ډوب شوي کلي بېلابېلې برخې
۷ـ ګڼ ځای پر ځای شوي کلیوال، څاروي
۸ـ د ډوب شوي کلي ویډیويي صحنې
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، په بنګله دېش کې پرله پسې بارانونو د دغه هېواد په شمالي برخو کې شدید سېلابونه رامنځته کړي چې له کبله یې کورونه، فصلونه او د کبانو فارمونو د ورانېدو لامل شوي دي.
د سراج ګنج په صدراباد او سیداباد سیمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ټول کورونه تر اوبو لاندې شوي، چې له یادو سیمو څخه یې زیاتره په بشپړه توګه ډوب شوي دي.
د یادو سیمو اوسېدونکي د سختو سېلابونو د راوتلو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او نورو سیمو ته یې پناه وړې ده. سړکونه تر اوبو لاندې دي نو خلک د تګ راتګ لپاره له کښتیو څخه استفاده کوي.
ځایي خلکو شکایت کړی چې دوی له ۱۵ پنځلسو ورځو راهيسې په اوبو کې بند پاتې دي. دوی دغه راز ویلي چې هر کال د سختو سېلابونو له امله ځپل شوي، او اوس له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د سېلابونو راوتلو د مخنيوي لپاره نوی بند جوړ شي.
د یادې سیمې يوه ځايي اوسېدونکي طاهر امجد علي وايي، چې هر کال موږ له سېلابونو ځورېږو. د هغه په خبره چې کور یې اوس له اوبو ډک شوی. او ورځنۍ چارې یې په ټپه درېدلې دي. نوموړی زیاتوي چې له تشناب څخه نيولې تر ډوډۍ خوړلو پورې په هر څه کې ستونزې لرو.
د سیمې یو بل تن سوداګر حسن علي زیاتوي، چې د نوي بند جوړول به په سیمه کې له بزګرانو او کوچنیو اوبدونکو سره مرسته وکړي چې ډېر محصولات تولید کړي. له همدې امله موږ د دې بند د بیارغولو غوښتنه کوو.
د یادونې وړ ده چې دا مهال د هېواد له ۶۴ ولسوالیو څخه ۱۷ یې له پراخو سېلابونو سره مخ دي. د دغو سېلابونو له امله تر اوسه پورې لږ تر لږه اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
حکومت اټکل کوي چې اوس مهال له دوه میلیونو څخه زیات خلک د سېلابونو له امله زیانمن شوي، چې دا شمېر ممکن د سېلابونو د خراب وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې کړي.